د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د افغان ځواکونو د یو جګپوړي قومندان د وژلو ادعا کړې


تصویر: د پژواک خبري اژانس څخه اخیستل شوی دی
تصویر: د پژواک خبري اژانس څخه اخیستل شوی دی

د کابل ښار د مکروریانو په سیمه کې د پکتیکا ولایت د صفر یک قطعې قومندان وژل شوی دی.

طالبان وايي د جمعې په شپه (جون ۲۸) یې په یو غلجکي برید کې د کابل ښار د مکروریانو په سیمه کې قومندان عزیزالله کاروان وواژه. دوی ادعا کوي چې کاروان امريکايي ځواکونو ته نژدې کس و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوې منبع امریکا غږ ته د ښاغلي کاروان وژل کېدل تاید کړي دي.

د کابل د پولیس ویاند حشمت الله ستانکزي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې د کابل ښار د مکروریانو په سیمه کې د فردوسي په پارک په یو وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

ښاغلي ستانکزي د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو هویت ندی ښکاره کړی.

عزیزالله کاروان په پکتیکا کې د سیمه ییزو پولیسو مشر هم و چې طالبانو پرې څو وارې بریدونه کړي دي او ژوبل شوی هم دی. سیمه ییز پولیس په یو شمېر ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه د وسله والو طالبانو په وړاندې جنګیږي.

د سیاسي چارو شننونکي شفیق همدم په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د برید پر مهال د پېښې په ځای کې و.

په ده باندې په ۲۰۱۴ کال کې ځانمرګی برید هم شوی و چې سخت ژوبل شوی و.

داسې ښکاري چې دی طالبانو ته ډېر مطلوب کس و چې بلاخره یې په کابل کې په نښه کړ. طالبان معمولآ په کابل کې ځانمرګي او ډله ییز بریدونه کوي مګر د غلجکیو او هدفي بریدونو دا لړۍ یې هم نوې نه ده.

XS
SM
MD
LG