د لاس رسي وړ اتصالات

وطن ته د طالبانو د مهمو کسانو ستنېدل سولې ته ګټه کوي- ملا ضعیف


په پاکستان کې د طالبانو د وخت سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي چې افغانستان ته د طالبانو د کورنیو راتګ د سولې بهیر ته ګټه رسوي.

ښاغلی ضعیف وايي که د دغو طالبانو کورنیو ته زیان و نه رسیږي نوسولې ته گټه لري.

ښاغلی ضعیف وایي که دا جنگ د کلتوري او مذهبي پلوه کنترول شي او یوقانوني چوکات کې ولوییږي، نو ترډیره حده پورې د زیانونو مخه نیول کیدلی شي،و نور طالبان تشویقیدلی شي،همدارنگه د جنگ ختمیدلو ته یو احترامانه لاره پیدا کیدلی شي.

سلام ضعیف وايي طالبان عمل غواړي نه خبرې د سولې خبرې وشوې، دفتر پرانستل شو، خو کومې خبری چه طالبانو سره شوي وې، په هغو عمل و نه شو.

د سلام ضعیف سره د زیبا خادم مرکه دلته اوریدلی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:15:55 0:00

XS
SM
MD
LG