د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان کې ۳۶ برمته شوي مسافر خوشې شول


Taliban
Taliban

د دایکندي ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو د ارزګان ولایت د چهارچینې بازار په سیمه کې ۳۶ تنه برمته کړي مسافر، پرون ماښام بیرته خوشې کړي دي.

د دایکندي د والي ویاند علي‌اکبر ناطقي امریکا غږ – آشنا ته وویل، خوشې شوي مسافر ټول ملکي وګړي او د دایکندي د کجران ولسوالۍ اوسیدونکي دي.

هغه زیاته کړه "۳۶ تښتول شوي کسان پرون شپه شاوخوا ۷ بجې د سیمې د متنفذینو او د کجران او چهارچینې ولسوالیو د عالمانو د شورا په همکارۍ خوشې شول او د شپې لس بجې خپلو کورنیو ته وسپارل شول".

دغه مسافر درې ورځې مخکې له کندهار څخه د دایکندي په لور روان وو، چې د ارزګان ولایت په چهارچینې بازار سیمه کې د وسله‌والو طالبانو له خوا برمته شول.

د ښاغلي ناطقي پر وینا، طالبانو د دغو مسافرو د خوشې کولو په بدل کې له حکومت څخه غوښتي وو، چې د ارزګان ولایت د چهارچینې ولسوالۍ له خاک ریزک سیمې څخه د امنیتي ځواکونو یو کنډک لرې کړي.

د والي ویاند د طالبانو د غوښتنې د منلو او یا نه منلو په تړاو څه و نه ویل.

د دایکندي ولایت د کجران ولسوالۍ اوسیدونکي هم د دغو مسافرو خوشې کول مني.

د غفور په نوم د دغې ولسوالۍ یو اوسیدونکي، چې دوه وروڼه یې د برمته کوونکو له بند څخه خوشې شوي، امریکا غږ – اشنا ته وویل، د سیمې د سپین‌ږیرو په همکارۍ ټول مسافر بیرته خوشې شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار – دایکندي لویه لاره، د ارزګان ولایت د چهارچینې ولسوالۍ له اړوندو سیمو څخه تیریږي، چې د دغه ولایت له ناامنو لارو څخه ګڼل کیږي او په زیاتو برخو کې یې وسله‌وال طالبان پراخ حضور لري.

XS
SM
MD
LG