د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د لښکرګاه پرلت کوونکو ته خبرداری ورکړ


د هلمند د پرلت په خیمه کېیو شمېر ښځې هم راټولې شوې دي
د هلمند د پرلت په خیمه کېیو شمېر ښځې هم راټولې شوې دي

طالبانو له هلمندي فعالینو غوښتي دي چې د سولې لپاره دې طالبانو ته نه، بلکې د بهرنیو ځواکونو پوځي مرکزونو ته د اعتراض په ډول ورشي.

د هلمند په مرکز کې له څو ورځو راهېسې یو شمېر افغانان په یوې خیمې کې راټول شوي او په افغانستان کې د سولې د راوستلو او افغان وژنې د بندولو غوښتنې کوي.

دوی ویلي چې د هلمند موسا کلا ولسوالۍ ته به ورشي چې له طالبانو سوله وغواړي.

خو طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې پرلت کوونکي د سولې لپاره باید طالبانو ته نه بلکې "د امریکايانو مرکزونو او بیسونو ته د اعتراض په ډول ورشي، له هغوی څخه وغواړي جګړه پای ته ورسوي."

طالبانو خبرداری ورکړی چي شاید د هغوی "دښمني کړۍ" د هغوی د بدنامولو لپاره کوم اقدام وکړي او "که خدای مه کړه بیا څه پيښ شول مسئولیت به يې ستاسو په غاړه وي."

وسله والو طالبانو په مخامخ ډول د سولې فعالینو ته نه دي ویلي چې پرلت دې بند او یا روان دې وساتي، خو داسې ښکاري چې وسله وال طالبان د هلمندیانو په دغه حرکت ناراضه دي.

د هلمند د پرلت په خیمه کې یو شمېر ښځې هم راټولې شوې دي. یوې ګډونوالې حسیني احساس امریکا غږ ته وویل چې دوی دا کار وروسته له هغه پیل کړ چې څو ورځې مخکې یوې چاودنې په لښکرګاه کې یو شمېر ولسي افغانان ووژل.

په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ او حکومت پر ضد د پښتنو د تحفظ غورځنګ له پرلت وروسته یو شمېر افغانانو په کابل کې د پرلت خیمه ودروله او د افغان وژنې د درولو غږ یې اوچت کړ. د کابل پر پرلت کوونکو برید هم وشو چې یو تن یې ووژل شو او یو شمېر نور یې ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG