د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې پارلمان لیبیا ته د سرتیرو لیږلو پریکړه تائید کړه


د ترکیې پارلمان د لیبیا د حکومت په ملاتړ دغه هیواد ته د سرتیرو لیږلو پریکړه تائید کړه.

نن د پنجشنبې په ورځ (۲ جنورۍ) د ترکیې د پارلمان غړو په یوې بیړنۍ ناستې کې د ۱۸۴ مخالفو رایو په ځواب کې د ۳۲۵ موافقو رایو په لاسته راوړلو، د یو کال لپاره لیبیا ته د سرتیرو لیږلو پریکړه تائید کړه.

ملګري ملتونه د صدراعظم فیاض سراج په مشرۍ د ترابلس له حکومت څخه ملاتړ کوي خو له بلې خوا د لیبیا په شرق کې یو نظامي زورواک، خلیفه حفتر بیل حکومت اعلان کړی دی.

د لیبیا د پخواني ولسمشر، معمر قذافي له مړینې وروسته په کال ۲۰۱۱ کې په دغه هیواد کې سخته کورنۍ جګړه پیل شوه چې په دغه خاوره کې یې د داعش په ګډون ګڼو نورو وسله والو ډلو فعالیت ته لاره خلاصه کړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره میاشت ویلي و چې لیبیا ته د سرتیرو لیږلو غوښتنه د لیبیا ولسمشر فیاض سراج کړې وه.

په ترکیې کې د حکومتي چارواکو او په پارلمان کې د حاکم حزب غړي وایي چې د لیبیا ته د سرتیرو لیږل د انقرې د ګټو خوندي ساتلو لپاره اړین دي خو هخوا بیا د حکومت مخالف ګوند غړي لیبیا ته د سرتیرو لیږل یوه تیروتنه ګڼي او وایي چې په دغه کار سره به په سیمه کې بې ثباتي رامنځته شي.

په لیبیا کې جګړې وروسته له هغې شدت واخیست چې خلیفه حفتر د ترابلس نیولو لپاره خپله "وروستۍ او قاطع جګړه" اعلان کړه.

متحده عرب امارات، مصر، فرانسه او روسیه د خلیفه حفتر له حکومت څخه ملاتړ کوي او له بلې خوا د ترابلس حکومت د قطر، ترکیې او ایټالیې ملاتړ له ځانه سره لري.

XS
SM
MD
LG