د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه وايي د افغانستان او پاکستان د خبرو کوربتوب کوي


د ترکیې صدراعظم کابل ته تللی و
د ترکیې صدراعظم کابل ته تللی و

د ترکیې لومړي وزیر په کابل کې له ولسمشر غني او اجرایي رئیس عبدالله سره پر سولې او د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې وکړې.

صدراعظم بنعلي یلدریم د یکشنبې په ورځ (اپریل۸)کابل ته ولاړ او له افغان مشرانو سره یې ولیدل. هغه وویل چې هېواد به یې ژر د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د خبرو کوربه شي، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنکړل.

د ارګ اعلامیه وايي چې دواړو مشرانو د امنیتي مسایلو، اقتصادي‌ همکاریو، تروریزم سره په ګډې مبارزې او د سولې د بهیر په اړه هم خبرې وکړې. هغه وویل "موږ د افغانانو تر څنګ دریږو او د افغانانو په مشرۍ به د سولې د پروسې ننګه کوو او په دغه برخه کې هرې مرستې ته چمتو یو. "

نوموړی داسې مهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ‌د خبرو د کوربتوب خبره کوي چې څو ورځې مخکې د جمعې په ورځ‌ د پاکستان صدراعظم کابل ته تللی و او هلته یې د سولې،‌ترهګرۍ سره پر مبارزې، دواړو هېوادونو د اړیکو او نور مسایلو په اړه خبرې وکړې.

طالبان باید د سولې فرصت له لاسه ورنکړي

د ترکیې صدراعظم د ولسمشر غني له لوري طالبانو ته د سولې د وړاندیز ننګه وکړه او هغه یې یوه تاریخي او بې سارې طرحه وبلله او وویل چې وسله‌وال طالبان باید د سولې رامخې ته شوی فُرصت له لاسه ورنکړي.

هغه وویل "افغانستان په دې وروستیو کې د سولې هڅې ګړندۍ کړې دي، ترڅو تروریزم او تاوتریخوالی له منځه لاړ شي، طالبان باید له دغه فُرصت څخه استفاده وکړي او دا تاریخي او بې‌ساری فُرصت له لاسه ورنکړي. اوس د دې وخت رارسیدلی چې طالبان سولې ته غاړه کیږدي او له یو بل سره لاس ورکړي".

د ترکیې صدراعظم له ښاغلي عبدالله سره هم ولیدل. ښاغلي‌ عبدالله وویل چې له هغه سره یې افغانستان ته د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د بېرته ستنېدو په اړه هم خبرې وکړې او په دې اړه به نورې خبرې هم وشي.

ښاغلي عبدالله وویل "د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د مسلې په اړه هم خبرې وشوې، ترکیه حق لري چې په دې اړه خپل نظر له موږ سره شریک کړي، موږ هم په افغانستان کې د دې غوښتونکي وو او یو چې په دغه هیواد کې خلک په یووالي، وحدت او د نظام تر سیوري لاندې ژوند وکړي او په خپل هیواد کې ټولو ته زمینه مساعده وي".

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم نږدې یو کال مخکې وروسته له هغې ترکیې ته ولاړ، چې څه باندې یو کال مخکې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي ورباندې د شکنجې او جنسې زورونې تورونه ولګول. خو د ښاغلي دوستم دفتر دغه تورونه ردوي او د هغه په خلاف یې سیاسي دسیسه ګڼي.

ښاغل یلدریم داسې مهال کابل ته سفر کوي چې د یکشنبې په ورځ د ترکیې چارواکو اعلان وکړ چې شاوخوا ۶۰۰ افغان کډوال له خپلې خاورې شړي، خو ښاغلي یلدرم وویل چې ناقانانونه ګډوال د ترهګرۍ ګواښونه زیاتوي.

XS
SM
MD
LG