د لاس رسي وړ اتصالات

ویلیامسن: د برتانیې د واټونو امنیت د افغانستان ثبات پورې تړلی


د برتانیې د دفاع وزیر ګاوین ویلیامسن کابل ته د خپل سفر پر مهال، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا د افغانستان د سولې او ثبات بنسټ بللی او ویلي یې دي، چې د انګلستان د واټونو امنیت د افغانستان ثبات پورې تړلی دی.

په کابل کې د برتانیې سفارت په یو بیان کې راغلي، چې د دغه هیواد د دفاع وزیر ګاوین ویلیامسن د شنبې په ورځ کابل ته سفر کړی او د افغانستان له ملکي او نظامي چارواکو سره یې لیدنې کړې دي.

ښاغلي ویلیامسن ویلي "یو با ثباته افغانستان به د برتانیا په واټونو کې له امنیت سره مرسته وکړي. د امنیتي خدمتونو زیاتوالی، چې د افغانستان د ثبات او سولې بنسټ او ستنې جوړوي، د بریتانیې د اجنډا په سر کې ځای لري او زه د دغه لیدلوري په تحقق کې د برتانیې د زړورو ځواکونو د مهم رول شاهد یم".

د برتانیې دفاع وزیر له خپل افغان سیال طارق‌شاه بهرامي سره د لیدنې پر مهال، په افغانستان کې د برتانیایي سرتیرو د شمیرې زیاتولو ژمنه کړې او ټینګار یې کړی، چې هیواد به یې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلو مرستو دوام ورکړي.

اوسمهال په افغانستان کې ۶۵۰ برتانیايي سرتیري میشت دي، چې د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونو په ځانګړې توګه د افغانستان د ملي اردو د افسرانو د اکاډمۍ روزونکو ته روزنه ورکوي.

ښاغلي ویلیامسن دغه راز تیره ورځ د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم لیدنه کړې ده.

د اجرائیه ریاست په یو بیان کې راغلي، چې دواړو خواو په دغې لیدنه کې د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG