د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د بشري بحران مخنیوی د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري - ملګري ملتونه


د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو کابل ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره په بیړني ډول د نړیوالو د ملاتړ د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د چارو عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي او د دغه سازمان د عمومي منشي مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږۍ کوونکي مارک لاوکاک په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزولو او دغه راز، له افغان چارواکو او د نړیوالې ټولنې له استازو سره د پناه‌غوښتونکو، بیرته ستنیدونکو او په کور دننه د بې‌ځایه شویو د وضعیت پرسر د بحث لپاره د سې‌شنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ.

په افغانستان کې د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNHCR) او د دغه سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (OCHA) په یو ګډ بیان کې ویلي،چې د ملګرو ملتونو دغو لوړپوړو چارواکو د خپل سفر پرمهال، د افغانستان د بشري وضعیت له څیړلو وروسته د ډونرانو په ملاتړ کې د بیړني زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

په دغه بیان کې راغلي، چې ۴.۲ میلیونه کسان په افغانستان کې د جګړو، بې‌ځایه کیدو او د وچکالۍ په ګډون د نورو طبیعي پیښو له امله او دغه راز ۸.۷ میلیونه نور بیا د فقر، بیکارۍ او د موسمي بدلون په ترڅ کې د معیشت د له لاسه ورکولو له امله، بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي لاوکاک ویلي "مخ په زیاتیدونکی تاوتریخوالی او اوس وچکالي، سلګونه زره کورنۍ په ټول هیواد کې متاثره کړي دي. ملکي تلفاتو د بل هر وخت په پرتله زیاتوالی موندلی او ۴۰زره غیرنظامیان په تیرو څلورو کلونو کې زیانمن شوي او یا وژل شوي دي".

هغه زیاته کړې، چې په ورته وخت کې د ناامنیو له امله د افغانستان زیانمنو سیمو او خلکو ته لاسرسی خورا ستونزمن شوی دی.

په بیان کې ویل شوي، چې د نړیوالو د بیړني ملاتړ په اقداماتو کې به د هغو میلیونونو افغانانو لپاره چې د بې‌ځایه کیدو له پیچلي او مخ په زیاتیدونکي ناورین سره مخ دي، تل‌پاتې لارې چارې وموندل شي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د چارو عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي ویلي، په افغانستان کې نښتې، جګړې، ناامنۍ او طبیعي پېښې له املهاو همداشان د اقتصادي فُرصتونو او اساسي خدمتونو ته لږ لاسرسی، په کور دننه په پراخه کچه د خلکو د بې‌ځایه کیدو لامل شوی دی.

ښاغلي ګراندي ویلي "د بې‌ځایه کیدو ستونزې ته د حل لارې له موندلو پرته، تلپاتې سوله نه شي راتللی".

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د چارو عالي کمیشنر ژمنه کړې، چې له افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ له دفتر سره په ګډه به په کور دننه د ۱.۹ میلیونو بې‌ځایه شویو افغانانو د ستونزې د حل په برخه کې خپلو هڅو او همکاریو ته دوام ورکړي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره په داسې حال کې پر نړیوالې ټولنې د ملاتړ د زیاتولو غږ کړی، چې د دغه سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د وروستي ریپوټ پر بنسټ، د ۲۰۱۸ کال له پیل څخه د سپټمبر تر ۲مې پورې، ۲۰۸زره او ۶۱۵ افغانان په کور دننه د جګړو او ناامنیو له امله بې‌ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG