د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کم عمره نجونو ودولو پر زیاتوالي د یونیسف اندېښنه


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې د کم عمره نجونو د ودونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه یې کړې ده.

د یونیسف اجرائیه رئیسې هنریتا فور پرون جمعه ناوخته نومبر ۱۲ (لړم ۲۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې داسې راپورونه یې تر لاسه کړي چې په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ د ډوډۍ پیدا کولو لپاره خپلې ۲۰ ورځنۍ لوڼې راتلوونکي واده ته وړاندې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) د معلوماتو په اساس په افغانستان کې له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۴۹ کلنۍ پورې ۲۸ سلنه ښځو له ۱۸ کلنۍ څخه مخکې ودونه کړي دي.

د یونیسف اجرائیه رئیسې ویلي چې د کرونا ویروس پراختیا، د غذايي ناورین دوام او سوړ ژمي ګڼ شمېر کورنۍ په دغه هیواد کې له ستونزو سره مخ کړي دي او زیاته کړې ده چې تیر کال د افغانستان شااوخوا نیمايي نفوس لومړنیو اسانتیاو له کله د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نلره.

د یونیسف په اعلامیه کې راغلي چې په دغه هیواد کې د سیاسي بې ثباتي تر رامنځته کېدو مخکې یونیسف او نورو نړیوالو بنسټونو په په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې په هرات او بادغیس ولایتونو کې د ماشومانو د ودونو ۱۸۳ پېښې او د ماشومانو د پلورلو ۱۰ پېښې ثبت کړي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دغه ماشومانو له شپږ میاشتو څخه تر ۱۷ کالو پوري عمر لاره چې د خپلو کورنیو لخوا په دغه کلونو کې واده او یا هم پلورل شوي دي.

اغلې فور په افغانستان کې د ماشومانو د ودونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او ویلي دي:"په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت دوام په دغه هیواد کې کورنۍ له بد اقتصادي وضعیت سره مخ کوي. او هغوی نا هیلي کوونکي انتخاب ته اړباسي."

د یونیسف اجرائوي مشرۍ په کم عمر کې د ودونو د مخنیوي غوره لار ښوونځیو ته د ماشومانو تګ بللی او خبر داری یې ورکړی چې په افغانستان کې د ښوونځيو په نه خلاصېدو سره به په دغه هیواد کې تر ۱۸ کلنۍ د کم عمره نجونو ودول زیات شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې په کم عمر کې د ماشومانو د ودونو بندولو غوښتنه کړې ده.

یونیسف همدارنګه له طالبانو څخه غوښتي چې سمدستي د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او ښځینه ښوونکو ته اجازه ورکړي چې بیرته خپلو دندو ته ولاړې شي.

XS
SM
MD
LG