د لاس رسي وړ اتصالات

پلار مې ویل چې "د نجلۍ واده ځنډول ګناه لري"


په ۱۳ کلنۍ کې واده شوې نجلۍ د خپلې لور لپاره بل ډول ژوند غواړي.

دادو کلی، پاکستان: د کبرا بي بي پاکستانۍ کورنۍ: زما پلار په دې بار و چې د نجلۍ د واده ځنډول ګناه لري، هغه به ویل چې یوه لور باید هماغه وخت واده شي چې د اوبو د منګي اوچتولو توان پیدا کړي.

کبرا په ۱۳ کلنۍ کې له دادو خان سره واده وکړ چې له هغې یې عمر دوه وارې زیات و. پلار یې د پیربخش لاشاري کلي کې داسې کس ته ورکړه چې مور یې بیمار وه او د هغې د ساتلو لپاره یې یوې خدمتګارې ته اړتیا درلودله.

اوس چې کبرا ۱۹ کلنه ده د هغو پریکړو په اړه چورتونه وهی چې نورو د هغې د ژوند په اړه کړي او له کبله یې هغې په اتم ټولګي کې ښوونځی پریښی و.دادو او کبرا اوس د ۶ کاله ګډ ژوند وروسته یوه درې کلنه لور او یو زوی لري.

له واده وروسته د ټول کور مسئولیت زما تر غاړې شو. کبرا وایي په نغري باندې له ډودۍ پخولو نیولې، د کالیو تر وینځلو او هوارولو پورې زما مسولیت دی. اوس مې هم زړه غواړي چې لاړه شمه او تعلیم وکړم... زما لور به یواځې هله واده کوي چې د واده عمر ته ورسیږي، هغه هم یواځې چې خپله وغواړي، که داسې نه وي خپلې زده کړې به کوي.

سره له دې چې په تیرو څو لسیزو کې په کم عمر کې د واده کولو پیښې کمې شوې دي خو لا هم د پاکستان په دودیزې ټولنې کې زرګونه نجونې د ۱۸ کلنۍ څخه مخکې واده کولو ته مجبوریږي.

د یونېسف اداره اټکل کوي چې په پاکستان کې په هرو پنځو ودونو کې یې یو (۲۱ سلنه) له ۱۸ کلونو څخه په کم عمر کې شوی وي. د مدني فعالان بیا وایي چې دغه شمیرې له دې هم اوچتې دي، په ځانګړې توګه په کلیو او بې وزلو کورنیو کې.

د ګروپ ډیولپمنټ د ادارې اجرایوي مشره” ولیري خان“ وایي چې د پاکستان په ګڼو سیمو کې د ټیټ عمر لرونکو کسانو ترمنځ د ودونو ډېرې پیښې له خلکو پټې پاتې کیږي. دغه اداره یوه غیر انتفاعي اداره ده چې په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوي.

پاکستان چې ۲۰۸ میلیونه نفوس لري اکثریت یې مسلمانان دي. ځینې خلک په دې باور دي چې په تنکي عمر کې د نجلۍ ودولو یو علت هم د کورنۍ عزت ساتل او په پیغلتوتب د نجلۍ ودول وي.

کبرا او د هغې کورنۍ
کبرا او د هغې کورنۍ

نړیوال ائتلاف چې په پاکستان کې یې د روغتیا په برخې کې ګڼې فعالې ادارې غړیتوب لري وایي چې د کورنیو تر منځ د ځینو لانجو حل کولو سربیره ډیری وخت نجونې د پور په بدل کې هم ورکول کیږي او ځینې وخت خو د یوې نجلۍ له پیدا کیدو وړاندې د هغې د واده پریکړه کیږي.

پاکستان د نړیوالې ټولنې په هغه هوکړه لیک کې ځان شامل کړی چې وایي د ۲۰۳۰ کال پورې به د ماشومانو ترمنځ د واده کلتور له منځه وړي چې د پلي کیدو په صورت کې به یې په پاکستان کې د خلکو د ژوندي پاتې کېدو کچه هم اوچته شي.

د نړیوال بانک او ښځو لپاره د څیړنې نړیوال مرکز د شمیرو په اساس د ماشومانو ترمنځ د واده په له منځه وړلو سره به د پاکستان اقتصاد ته ۶.۳ میلیونه ګټه ورسیږي. دغه شمیرې د وخت وړاندې له ښوونځي څخه د نجونو ایستل او د هغوی په ژوند باندې د دغه کار اغیز په ارزولو ترلاسه شوي.

د واده لپاره د قانوني عمر زیاتولو هڅې

د پاکستان اوسني قانون په اساس د واده لپاره تر ټولو ټیټ عمر د نجونو تر منځ ۱۶ او هلکانو لپاره ۱۸ دی. سره له دې چې سږکال د اپریل په میاشت کې د پاکستان د سنا مجلس یو قانون تائید کړ چې واده لپاره د نجونو قانوني عمر په کې ۱۸ ته لوړ شوی خو د اسلامي عقایدو شورا یې د یوې اعلامیې په خپرولو سره مخنیوی وکړ او دا کار یې د قانون خلاف وباله.

همداراز په سند کې هم د ایالتي قانون له مخې د واده پر وخت د یوې نجلۍ قانوني عمر ۱۸ ټاکل شوی. په دغه ایالت کې د هر هغه سړي لپاره چې د قانوني عمر څخه ټیټ عمر لرونکې نجلۍ سره واده وکړي، باید دوه کلونو لپاره بندي شي چې کبرا هم په دغه ایالت کې اوسیږي.

د سوجاګ سنسار بنسټ په سند ایالت کې له هغو کسانو سره مرسته کوي چې په ودونو کې نکاح تړي. دوی نکاح تړونکو او زیږنتونو کې د تذکرو د ویش مسئولینو سره کار کوي چې د ټیټ عمر لرونکو کسانو په پيژندلو کې ورسره مرسته وکړي. دغه اداره د ټولنیزو رسنیو او تیاتر له لارې هم خلکو ته معلومات ورکوي چې تر اوسه یې ۳۰ بیلابیلو کلیو کې په کم عمرۍ کې د واده کولو بدو اغیزو په اړه کار کړی.

د دود او دستور له منځه وړل

کله چې د سوجاګ سنسار بنسټ د کبرا تر کلي ورسید، هغې وار د مخه واده کړی و او د اریبا په نوم یې یوه لور هم درلودله.

کبرا وایي چې واده خو به یې هسې هم کولو خو ډیره هیله یې درلودله چې ښوونځی پوره کړي. خاوند یې هم په اتم ټولګي کې ښوونځی پریښود او اوس د یو مزدورکار په توګه کار کوي او د زده کړې فیس ورکولو توان نه لري. کبرا وايي د خاوند تنخواه یې کمه ده او د کورنۍ لګښت پوره کولو لپاره خامک دوزي کوي او ورسره مرسته کوي.

کبرا د کورنۍ لګښتونو برابرولو لپاره خامک دوزي هم کوي
کبرا د کورنۍ لګښتونو برابرولو لپاره خامک دوزي هم کوي

کبرا وایي چې کله کوچنۍ وه نو ډیر وخت یې درلود خو د واده وروسته د کور په کارونو کې ډیره مصروفه شوې.

په کم عمر کې واده د کبرا په روغتیا باندې هم ناوړه تاثیر کړی. کبرا وایي چې د واده پر وخت لا بالغه شوې نه وه او زوی عبدالوهاب یې هم له وخت مخکې پیدا شوی و چې د زیږد پر مهال یې کبرا عملیات شوې هم وه.

د کبرا مور، مهر بي بي هم په ۱۲ کلنۍ کې د درېو ماشومانو مور وه خو اوس قسم خوري چې نور به د کورنۍ دغه دود ماتوي.

مهر بي بي مني چې په کم عمرۍ کې د واده لپاره په کبرا فشار راوړل ښه کار نه و.

”مونږ اوس وینو چې تعلیم یو ضرورت ګرځیدلی. مونږ باید د خپلو لوڼو راتلونکي په اړه فکر وکړو. مونږ باید په ټیټ عمر کې خپلو لورګانو ودولو څخه ډډه وکړو. نجوني مو باید خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي، اوس په دې پوهیدلي یو. “

XS
SM
MD
LG