د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان اوس هم له طالبانو ملاتړ کوي – امریکا دفاع وزارت


د امریکا دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرس ته ويلي چې پاکستان اوس هم د طالبانو له سخت دريځې ډلې چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کوي ملاتړ کوي.

د امریکا دفاع وزارت دا څرګندونې په هغه درې میاشتني راپور کې کړي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نړيوالې پرمختيا ادارې په مرسته یې جوړ او د مې په ۱۹مه یې کانګرس ته سپارلی دی.

په دې راپور کې ویل شوي: "پاکستان په دوامداره توګه له طالبانو او له هغوی سره په پاکستان کې اړونده تروریستي ډلې لکه حقاني شبکې ملاتړ کړی، هغه ډله چې د افغان ګټو پرضد بريدونه کوي".

په راپور کې دا هم ويل شوي چې د افغان سولې په بهیر کې اسلام‌آباد طالبان خبرو ته هڅولي خو په هغو يې دومره فشار نه دی راوړی چې له تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

د پنټاګون په راپور کې راغلي پاکستان غواړي چې په افغانستان کې طالبان لا پیاوړي شي ترڅو په بین‌الافغاني خبرو کې اسلام‌آباد ته هم ګټه ورسېږي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې پاکستان د هغو څرګندونو په خلاف اقدام کوي چې تل یې د سولې په برخه کې د همکاریو په تړاو کړي دي.

پاکستان تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې له تروریستي ډلو څخه د ملاتړ ادعاوې رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG