د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد او میلر د پاکستان د پوځ له مشر سره په افغان سولې وغږېدل


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

ښاغلیو خلیلزاد او میلر د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۴(وري۲۶) پاکستان ته تللي وو.

په پاکستان کې د امریکا سفارت یوه اعلامیه وايي چې دوی د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر باجوه سره په ملاقات کې په افغانستان کې د دایمی‌سولې په اړه د امریکا په روانو هلو ځلو خبرې وکړې.

اعلامیه وايي: "د پاکستان د پوځ مشرانو بیا د امریکا د دغو هلو ځلو ننګه او (افغانستان کې) د روانې جګړې د سیاسي حل په اړه یې د خپلو اقداماتو د چټکولو ژمنه تازه کړه."

د دغه ملاقات په اړه نور ډېر څه ویل شوي نه دي. تر دې مخکې ښاغليو خلیلزاد او میلر په قطر کې هم له طالب استازو سره د امریکا-طالبانو د سولې په تړون کې د "موجوده ستونزو" په اړه خبرې وکړې.

امریکا د فبرورۍ په ۲۹ له طالبانو سره تړون وکړ چې پاکستان او نورو هېوادونو د دغه تړون ننګه وکړه. پاکستان چې د طالبانو په ملاتړ تورن دی وايي‌ چې دوی طالبان له امریکا سره خبرو او تړون ته چمتو کړي.

په تړون کې راغلي چې افغان حکومت به د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشې کوي، بیا به بین الافغاني مذاکرات پيلیږي چې د افغان جکړې د ختمولو او دایمي سولې په اړه په کې پرېکړې کیږي.

افغان حکومت وايي ټول ۵۰۰۰ طالب بندیان په یو وار نه خوشې کوي. امریکایي چارواکي‌وايي که تړون د پلان له مخې عملي شي، دوی به له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.

XS
SM
MD
LG