د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن په کابل کې له غني او عبدالله سره وکتل


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یو ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال محمد امیري د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۵ (وري ۲۶) امریکا غږ ته وویل چې ښاغلي بلینکن د افغانستان له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره په ارګ کې لیدلي دي.

د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ له مخې ښاغلي بلینکن د افغان مشرانو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل پدې معنی ندي چې د امریکا او افغانستان اړیکې پای ته رسیږي.

ښاغلي بلینکن جمهور رئیس غني ته وویل: "غواړم په خپل دې سفر سره د اسلامي جمهوریت او د افغانستان د خلکو سره د امریکا د متحده ایالاتو روانې ژمنې په ډاګه کړم." هغه زیاته کړه: "شراکت بدلیږي، خو همکاري دوامداره ده."

جمهور رئیس غني د ښاغلي بلینکن ددې څرګندونو په مقابل کې وویل چې د امریکا تصمیم ته درناوی کوي او د افغانستان اولیتونه د عغې پر اساس تنظیموي.

د ارګ د اعلامیې له مخې ښاغلي غني د تروریزم پر ضد د ټولو هیوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ او وویل: "له افغانستان څخه د امریکا متحدو ایالتونو ځواکونو د وتلو پرېکړې ته درناوی کوو او د افغانستان دولت به هڅه وکړي چې د لېږد په پروسه کې لازمه همکاري ترسره کړي. "

ښاغلي غني همداشان وویل: "اوس چې د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو هوډ لري، د دواړو هیوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر محور د همکاریو نوي فصل د پیل په اړه یو واضح بحث ته اړتیا ده."​ ​

هغه خبریالان چې له ښاغلي بلینکن سره ملګرتیا کوي وايي چې نوموړي له غني او عبدالله سره له کتنې مخکې د امریکا په سفارت کې له امریکايي عسکرو سره هم لیدلي دي.

ښاغلي بلینکن له عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې هم له افغانستان څخه د خپل هېواد په ملاتړ ټینګار وکړ او وویل چې د امریکا او افغانستان ترمنځ مشارکت به تلپاتې وي.

دا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کابل ته د ښاغلي بلینکن لومړی سفر دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته سفر کړی چې تېره ورځ د امریکا جمهور رئیس جو بایډن او د ناټو غړو هېوادونو له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو نېټه اعلان کړه.

ښاغلي بایډن ویلي چې له افغانستان څخه به د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ د ۲۰۲۱ کال د مې په لومړۍ نېټه پیل او د همدې کال د سپټمبر له ۱۱ څخه مخکې پای ته ورسېږي.

همداشان د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي چې ناټو به له امریکا سره هم‌مهاله له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل کړي.

XS
SM
MD
LG