د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یوه ډله ځای پر ځای شوې

US troops Afghanistan
US troops Afghanistan

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې په فراه ولایت کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو لومړنۍ ډله ځای پر ځای شوې ده.

د دغه وزارت د مطبوعاتو د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش امریکا غږ – آشنا ته وویل، د امریکا د ځانګړو ځواکونو دغه ډله، په فراه کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په برخه کې د افغان پوځ سرتیرو ته روزنه او سلا مشورې ورکوي.

د جنرال رادمنش پر وینا، دغه امریکايي ځواکونه په فراه ولایت کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې، فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه "دوی تلي چې د فراه ولایت په تعلیمي مرکز کې زموږ دفاعي ځواکونو ته لازیاته پوهنه او روزنه ورکړي او هغه تجهیزات چې تازه د دویمې لوا ۲۰۷ قول اردو ته ورکړل شوي دي، د هغې په اړه یو لړ درسونه چې لازمي دي، هغه پرمخ یوسي".

ښاغلي رادمنش همداشان وویل، چې دغه امریکايي ځواکونه به د بلوک، ټولي، کنډک او لوا په کچه هم د پوځ قوماندانانو ته چې په قرارګاه کې دننه فعالیت کوي، روزنې او مشورې ورکړي.

د جنرال رادمنش پر وینا، د امریکايي ځواکونو دغه ځانګړې ډله په فراه کې جګړه‌ییز فعالیتونه نه ترسره کوي او د جګړې پر مهال یواځې د سلاکارۍ مسولیت لري.

د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته، دا د امریکا د ځانګړو ځواکونو لومړنۍ ډله ده، چې په فراه ولایت کې ځای پر ځای کیږي.

سیمه‌ییزو چارواکو هم تائید کړې، چې تیره شپه ځانګړي امریکايي ځواکونه د فراه ولایت په هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوي دي.

د ظفر ۲۰۷ قول اردو ویلي، چې دغه ځواکونو به د تروریستي ډلو د ځپلو په عملیاتو کې هم برخه اخلي.

فراه د افغانستان په لویدیځ کې له ایران سره پولې ته څیرمه پروت ناامنه ولایت دی او وسله‌وال طالبان په کې پراخ حضور او فعالیت لري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG