د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له افغانستان سره ۱۲۵ میلیون ډالره بشري مرسته وکړه


د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې له بې‌ځایه شویو، سیلاب ځپلو، راستنېدونکو کډوالو او نورو اړمنو افغانانو سره شاوخوا ۱۲۵ میلیون ډالره بشري مرسته کړې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت د سې‌شنبې په ورځ (زمري ۲۹مه) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې له دې مرستې سره په روان عیسوي کال کې له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو کچه ۱۹۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

ټاکل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو دا مالي مرسته په اضطراري حالاتو کې د خوړو د چمتو کولو، خوارځواکي، د څښاک صحي اوبه، روغتیا، سرپناه او د نورو غیرخوراکي توکو د چمتو کولو په برخه کې ولګول شي.

همدا شان دا پیسې د راستنېدونکو کډوالو د معیشت، ښوونې او روزنې او ټولې هغه برخې چې په اوږدمهال کې په ټولنه کې د راستنېدونکو کډوالو له مدغمېدو سره مرسته کوي په مصرف رسول کیږي.

امریکا له ټولو هیوادونو څخه غوښتي، ترڅو د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د غوښتنې په اساس، چې تر اوسه یوازې ۲۷ فیصده بودجه ورته برابره شوې ده، په خپلو مرستو کې زیاتوالی راولي.

د امریکا سفارت په خپلې اعلامیې کې ویلي: "د زیات شمیر زیانمنونکو افغانانو د بیړنیو اړتیاو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې زیات ملاتړ ته اړتیا ده".

امریکا په داسې حال کې له افغانستان سره دا بشري مرسته کړې ده، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمیرو له مخې په روان کال کې د بې‌ځایه شویو افغانانو شمیره له درې میلیونو او ۷۷۸زروه څخه پورته شوې ده.

پر دې سربیره په روان کال کې شاوخوا ۳۰۰زره راستنېدونکي کډوال او په جبري ډول ایستل شوي پناه غوښتونکي هم په افغانستان کې د اړمنو کسانو د شمیرې د زیاتوالي لامل شوی دی.

تیره اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وویل، چې د روان کال تر پایه پورې به په افغانستان کې، بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمیره شاوخوا یو میلیونو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG