د لاس رسي وړ اتصالات

ولې طالبان پاکستان ته تر امریکا هم مهم دي؟


اسلام اباد فکر کوي چې واشنګتن ورته ضرورت لري- جاوید احمد
اسلام اباد فکر کوي چې واشنګتن ورته ضرورت لري- جاوید احمد

د امریکا استخباراتي ارزونې ښيي چې په ۲۰۱۸ کال کې به پاکستان له اورپکو سره خپلې اړیکې وساتي خو له امریکا سره به یې محدودوي.

د متحدو ایالتونو د استخباراتو مشر دانیل کوتس کانګرس ته ویلي چې د امریکا له فشارونو سره سره بیا هم پاکستان د اورپکو پر ضد لازم اقدامات ندي کړي او ښايي اسلام اباد له اورپکو ډلو سره خپلې اړيکې وساتي.

دا پداسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو په وارو له پاکستان نه په کلکه غوښتي چې له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان پدې باور دي چې ښايي پاکستان د امریکا په پرتله اورپکو ته لومړیتوب ورکړي.

په واشنګټن کې د ودرو ویلسن په انستیتوت کې د جنوبي اسیا د برخې کارپوه مایکل کوګلمن وايي چې پاکستان د طالبانو له لارې په افغانستان کې د هند نفوذ کمزوی کولې شي. د ښاغلي کوګلمن په خبره "پاکستان همدغه راز د طالبانو او په خاص ډول د حقاني شبکې په مټ خپلې ګټې هم خوندي" کوي.

ښاغلي کوګلمن وايي چې له ترهګرو ننګه په پاکستان کې د ننه د بریدونو د مخنیوي لپاره هم کیږي. هغه وايي دا اورپکي خپل ټول ځواک د پاکستان بهر کاروي او په "پاکستان کې دننه بریدونه نکوي."

په واشنګټن کې د اتلانتیک کونسل څېړونکی جاوید احمد هم پدې باور دی چې پاکستان ته تر امریکا طالبان ډېر ارزښت دي.

جاوید احمد امریکا غږ ته وویل "پاکستان فکر کوي چې طالبان یې دوامداره ګټې ساتلی شي."

نوموړي همدغه راز وویل چې پاکستان فکر کوي چې واشنګټن به د وخت په تېرېدو سره بېرته له اسلام اباد سره اړیکې عادي کړي.

هغه وايي "پاکستان فکر کوي چې امریکا هغوی ته اړتیا لري، که نن نه وي سبا به ورته اړتیا ولري، هلته له ایران سره امریکا نه ده جوړه نه. بله خبره دا ده چې امریکا له پاکستانسره له ډېرو کلونو ستونزې لري، خو د وخت په تېرېدو سره یې حل کړي دي، پاکستان فکر کوي چې دا ستونزه به یې هم حل شي."

د پاکستان او امریکا اړیکې له هغه وروسته خرابې شوې چې ولسمشر ټرمپ د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره خپله تګلاره اعلان کړه او پر پاکستان یې فشار راوړ چې په خپلې خاورې کې د ترهګرو پناه ځایونه ختم کړي. خو پاکستان نه مني چې د ترهګرو ننګه کوي.

XS
SM
MD
LG