د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا لسګونه چینايي شرکتونه په تور لست کې شامل کړل


د امریکا متحدو ایالتونو ۲۸ چینايي شرکتونه او ادارې په چین کې له اقلیت مسلمانانو سره د بد چلند او بشري حقونو څخه سرغړونې له کبله په تور لست کې شامل کړل.

په دغو شرکتونو کې ۲۰ د عامه امنیت ادارې او اته د تکنالوژۍ شرکتونه شامل دي.

د متحدو ایالتونو د سوداګرۍ وزیر ویلبر راس په دې اړه وویل: "له دې وروسته هغه شرکتونه چې له بندیز سره مخ شوي دي، د امریکا له اجازې پرته نشي کولای له امریکايي شرکتونو څخه د اړتیا وړ توکي واخلي."

د امریکا د سوداګرۍ وزیر ویلبر راس
د امریکا د سوداګرۍ وزیر ویلبر راس

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي امریکا باید د هغه هیواد په چارو کې لاسوهنه بنده کړي او زیاته کړې ده چې د خپل هیواد د خپلواکۍ ساتلو لپاره به پیاوړي ګامونه پورته کړي.

چین په سینکیانګ ایالت کې د مسلمان اقلیتونو پر وړاندې د بد چلند ادعا هم رد کړې ده. بلخوا چین د امریکا د باسکتبال پر یوه کلب بندیز لګولی چې عمومي مدیر یې په هانکانګ کې د روان لاریون په ملاتړ ټویټ کړی وو.

د جمعې په ورځ ( اکتوبر۴) د هیوسټن راکټس لوبډلې عمومي مدیر دیرل موري د هانکانګ په پلوي یو ټویټ وکړ چې د چینایانو غبرګون راپارولی او په چین کې چې د باسکتبال لوبه له خطر سره مخ کړې ده.

د راکټس باسکټبال لوبډلې یوه غړي جیمز هارډن له دې کبله بخښنه هم غوښتې ده.

ښاغلی جیمز وايي: "موږ بخښنه غواړو، تاسو پوهیږئ موږ له چین سره مینه لرو، ډیر مو خوښیږي چې دلته لوبه وکړو".

د امریکا د هیوسټن باسکتبال کلپ مدیر د هانکانګ د لاریون کوونکو په ملاتړ ټویټ کړی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

له دې وروسته موري نور څو ټویټونه وکړل او خپله خبره یې بیرته واخیسته، خو د لوبډلې مالک دا مسله واضح کړه چې موري د هیوسټن راکټس لوبډلې په استازیتوب خبره نه ده کړې.

د باسکتبال ملي فدراسیون د هیوسټن باسکتبال لوبډلې د مدیر ددغو څرګندونو له کبله خواشیني ښودلې او ویلي چې دې کار ګڼ چینایان خفه کړي دي.

د چین ورزشي ټلویزیون"سي سي ټي وي ۵" یو خبر خپور کړ چې پکې ویل شوي: "د هیوسټن راکټس باسکتبال لوبډلې د هانکانګ په هکله نامناسبې څرګندونې کړي. موږ یې په جدي توګه مخالف یو او پریکړه مو کړې چې له دغه ورزشي کلب سره ټولې همکارۍ او نشراتي اړیکې ختمې کړو".

د راکټس باسکتبال کلپ په ۲۰۰۲ کال کې چینایی ستوری یاو مینګ واخیست له هغې راهیسې باسکتبال لوبه په چین کې زیاته مشهوره شوې ده.

په چین کې لږترلږه نیم میلیارد کسان باسکتبال لوبه خوښوي.

د امریکا د باسکتبال ملي فدراسیون د یوې لوبډلې د مدیر ټویټ سره سره په هانکانګ کې لاریونونه دوام لري. د دیموکراسۍ پلوه کسانو لخوا دا لاریونونه د روان کال په مارچ میاشت کې پیل شوې دي.

XS
SM
MD
LG