د لاس رسي وړ اتصالات

بین‌الافغاني مذاکراتو کې ځنډ؛ امریکا د مرستې لپاره چمتوالی ښودلی


په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو څخه د شاوخوا درېیو اونیو تېرېدو ته په اشارې وايي د اړتیا په صورت کې دوی مرستې ته چمتو دي.

ښاغلي ویلسن د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱ (تلې ۱۰) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د سولې د خبرو دواړو اړخونو (افغان دولت او طالبانو) پرېکړه کړې چې روان مذاکرات له منځګړي پرته او د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ ترسره شي.

هغه زیاته کړه چې سولې ته رسېدل د دواړو خواو تصمیم پورې اړه لري او امریکا په دې برخه کې د حل لارې تحمیلولو ته لیوالتیا نه لري.

ښاغلي ویلسن وویل: "موږ او نور چمتو یو چې مرسته وکړو. موږ په دې پروسه کې د حل لارې تپلو او د ځان تحمیلولو ته لیواله نه یو، خو له هغه څه ملاتړ کوو چې د سولې په مذاکراتو کې دواړه خواوې ورته اړتیا لري".

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ قطر او سیمې ته د خپل سفر لړۍ بیا پیل کړې ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې د مذاکراتو له پرانیست غونډې شاوخوا درې اونۍ تېرېږي، خو دواړه خواوې تراوسه د سولې د خبرو په تګلاره کې د اختلافي مسایلو پر حل سلا شوي نه دي.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دوتل وزارت ویلي چې د اختلافي ټکو د حل او د نظر یووالي ته د رسېدو لپاره د دواړو خواو ترمنځ بحثونه دوام لري.

XS
SM
MD
LG