د لاس رسي وړ اتصالات

تکنالوژي له ښځو سره د زور زیاتي په مخنیوي کې څه کولی شي؟


محققان وايي جي پي اس په امریکا کې کورنی تاوتریخوالی کم کړی دی
محققان وايي جي پي اس په امریکا کې کورنی تاوتریخوالی کم کړی دی

د جي پي اس نوې تکنالوژي اوس د کورني تاوتریخوالي او ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي لپاره هم کارول کېدی شي.

په متحدو ایالتونو کې په هرو څلورو ښځو او لسو نارینو کې یې یو د کورني تاوتریخوالي قرباني دي. خو د امریکا د عدلي احصايي اداره وايي چې په دغو کسانو کې یې یوازې ۱۴.۹ سلنه یې مرسته رسوونکو ټولنو او ادارو سره تماسونه نیسي.

د امریکا د فلورېډا ایالت محققانو ویلي دي چې هغه کسان د جي پي اس له لارې تر نظارت لاندې نیول شوي د هغو کسانو په پرتله ۹۴ سلنه کم کورني تاوتریخوالي کړي دي چې جي پي اس نه دي څارلي.

دا مهال د امریکا په ۴۰ ایالتونو کې د هغو کسانو په پښو کې جي پي اس تړل شوی او له دې لارې څارل کیږي چې د کورني تاوتریخوالي سابقه لري. دې کار د محققانو په باور کورنی تاوتریخوالی خورا کم کړی دی.

د جي پي اس له لارې د تورنو کسانو موقعیت او زمان ثبتیږي او د سپوږمکۍ له لارې یې معلومات څارونکو ادارو ته یې استول کیږي. یوه ګټه یې دا ده که په کورني تاوتریخوالي تورن کس هغو سیمو، کورونو او ځایونو ته چې دی ترې بند او منع کړل شوی، ورشي او یا ورنژدې شي، جي پي اس پرې څارونکي ادارې خبروي.

قربانیان د خپلو حقونو څخه د ناخبرۍ او د دې ډار له کبله چې بیا ورته زیان ونه رسیږي، تر ډېره هر څه په پټه خوله تیروي.

د واشنګټن پوست د راپور په اساس په امریکا کې د ۴۴۸۴ کسانو له ډلې چې په تېرې یوې لسیزې کې د کورني تاوتریخوالي له کبله مړه شوي دي، یوازې ۶سلنې یې د خپلو مېړونو او د ژوند د شریکانونو له لورې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG