د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې میلیونونه نجونې د جنسي زور زیاتي ښکار شوې


په ډېرو پېښو کې میړونه، د نجونو ملګري، د کورنۍ ځیني غړي، ټولګیوال او نور پر نجونو جنسي تیريو او زور زیاتي ته لار پرانیزي
په ډېرو پېښو کې میړونه، د نجونو ملګري، د کورنۍ ځیني غړي، ټولګیوال او نور پر نجونو جنسي تیريو او زور زیاتي ته لار پرانیزي

ملګري ملتونه وايي په نړۍ کې شاوخوا ۱۵ میلیونه کم عمره نجونې جنسي اړیکو ته مجبوره شوي.

په دغې ډلې کې یې یوازې له یوې برخې سره مرسته شوې چې وژغورل شي.

په هغو هېوادونو کې چې له کم عمره نجونو سره دا ډول جنسي زور زیاتی کیږي، افریقايي هېواد کامیرون یې په سر کی دی ځکه دغلته په هرو شپږو کم عمره نجونو کې یې یوه په زوره له سړیو سره څملول کیږي.

د ماشومانو لپاره دملګرو ملتونو وجهي صندوق، یونیسف، وايي په دې اړه یې له ۴۰ هېوادونو څخه معلومات راټول کړي او بیا یې دا راپور جوړ کړی.

د دغه راپور یوې چمتو کوونکې کلاودیا کاپا وايي "دا مفکوره چې د ښځو واک له سړیو سره دی، د دې لامل کیږي چې نجونې د جنسي زورزیاتي ښکار شي".

ډېرو پېښو کې میړونه، د نجونو ملګري، د کورنۍ ځیني غړي، ټولګیوال او نور پر نجونو جنسي تیريو او زور زیاتي ته لار پرانیزي.

ملګري ملتونه وايي د هغو کم عمره نجونو شمېر چې د جنسي اړیکو د ټېنګولو لپاره په زوره له سړیو سره څملول کیږي/ شوې، شاید تر ۱۵ میلیونو زیات وي. یونیسف وايي ډېرې نجونې شته چې نغواړي پرې د جنسي تیري او زورزیاتي کیسې بربنډې کړې.

یونیسف ټېنګار کوي چې د دغه کار د مخنیوي لپاره باید د کوچنیانو کلکه ساتنه وشي، ټولنیز سازمانونه باید د ماشومانو د حقونو او ساتلو لپاره نور هم لاس په کار شي او د هېوادونو عدلي او قضايي ارګانونه باید له یو بل سره په دې اړه ګډې مرستې او همکارۍ وکړي.

XS
SM
MD
LG