د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال میلي: هیله لرو چې طالبان جګړه بنده او سوله وکړي


جنرال میلي د چهارشنبې په ورځ کابل ته تللی
جنرال میلي د چهارشنبې په ورځ کابل ته تللی

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د متحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز له ولسمشر غني سره په لیدنه کې له افغان پوځ سره د خپلو مرستو پر دوام ټېنګار کړی دی.

د ارګ په اعلامیې کې ویل شوي دي چې جنرال مارک میلي ویلي دي "موږ تر هغه وخت پورې د افغانستان له خلکو او دولت سره ولاړ یو، تر کومې چې دوی موږ ته اړتیا لري."

د ښاغلي میلي له خولې ویل شوي دي چې امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمنه ده. میلي وایي چې "ملت او هېواد یې د دواړو هېوادونو د ثبات او امنیت لپاره ګډ کار کوي. هیله لرو چې طالبان جګړه بنده او سوله ومني. "

جنرال مارک میلي د چهارشنبې په ورځ (نومبر۲۷) افغانستان ته تللی و او هلته یې له ولسمشر محمد اشرف غني او ځینو نورو لوړ پوړیو افغان چارواکو سره لیدلي دي.

هغه تېره ورځ په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړې وه چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې به نتیجه ورکړي. نوموړي ویلي وو"زما په فکر د پخوا په پرتله د سولې د خبرو د مثبتو پایلو چانس زیات دی. "

هغه دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې وویل چې له طالبانو سره د سولې پر موافقې کار کوي.

ولسمشر ټرمپ څو میاشتې مخکې له طالبانو سره د سولې نهه میاشتنې خبرې له هغې وروسته وځنډولې چې په کابل کې د طالبانو په یو ځانمرګي برید کې یو امریکایی سرتیری ووژل شو.

XS
SM
MD
LG