د لاس رسي وړ اتصالات

د بندیانو تبادله به د حکومت او طالبانو مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي؟


ولسمشر غني د طالبانو د دریو مشرانو د پرېښودو پرېکړه وکړه
ولسمشر غني د طالبانو د دریو مشرانو د پرېښودو پرېکړه وکړه

په داسې حال کې، چې د افغان امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو او درې طالبانو ترمنځ وروستۍ تبادلې د سولې خبرو پیلیدو ته هیلې زیاتې کړي، خو طالبان وايي، دغه تبادله له افغان حکومت سره د سولې خبرو پیلېدو سره هېڅ تړاو نه‌لري.

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هغه راپورنه رد کړي، چې ګواکې دغه تبادله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیلېدو په شرط تر سره شوې ده.

خو تر دې مخکې په افغان حکومت کې یو سرچینې امریکا غږ ته ویلي و، چې د سولې مخامخ خبرو ته د طالبانو حاضرېدل، د تاوتریخوالې کمېدل د دغو بندیانو د خوشي کولو په مسئله کې د اساسي شرطونو څخه دي.

په همدې حال کې اجرائیه ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي:"هیله لرو، چې دغه تبادله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیلېدو په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو ترڅنګ ګټوره تمامه شي او د دغه تبادلې د نورو ژمنو تر پلې کولو وروسته د تاوتریخوالي د کمولو او عادلانه او ټول شموله سولې لپاره اساسي ګامونه واخیستل شي."

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي حکومت په دغې پرېکړې سره د سولې په اړه خپل حسن نیت وښود.

میرمن انوري وویل:"موږ د سولې غوښتونکي یو، د باور جوړونې، د مخامخ خبرو پیلولو او په سوله ییزه توګه په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سختو او جدي پرېکړو توان او اراده لرو."

ځيني افغان څېړونکي بیا له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته د طالبانو حاضرېدو ته د شګ په سترګه ګوري، خو بیا هم تمه ښيي، چې دغه وروستۍ تبادله به د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

افغان څېړونکي ولي الله شاهین، چې څو ورځې مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره کتلي امریکا غږ ته وویل، ترڅو چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات کومه نتیجه ورنه کړي، دغه ډله به له افغان حکومت سره خبرو ته حاضره نشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د طالبانو له دریو مشرانو سره د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو او ۱۰ افغان سرتېرو له تبادلې وروسته هیله ښودلې ده چې دا اقدام به سولې ته لا ښه لاره برابره کړي.

ولسمشر غني د نومبر پر ۱۲مه په مشروط ډول له بګرام زندان څخه د انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید د خوشي کولو اعلان وکړ.

یاد طالب بندیان د تېرې دوشنبې په ورځ له بګرام زندان څخه تر خوشي کېد وروسته دوې شپې مخکې قطر ته رسېدلي دي. خو د دې ټولو سره سره دا لا معلومه نه ده، چې ایا طالبان به کله له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښینې؟

XS
SM
MD
LG