د لاس رسي وړ اتصالات

متیس د افغانستان په اړه سعودي شهزاده ته لیک استولی


امریکايي چارواکي وايي دا لیک په جده کې د اسلامي هېوادونو تر کنفرانس مخکې استول شوی
امریکايي چارواکي وايي دا لیک په جده کې د اسلامي هېوادونو تر کنفرانس مخکې استول شوی

د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر جیم متیس د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان ته لیک لیږلې او د افغانستان د سولې او ثبات په ټینګښت کښې یې د سعودي ونډه ارزښتناکه بللې ده.

شهزاده محمد بن سلمان د سعودي د صدراعظم مرستیال او د دفاع وزیر هم دی. ښاغلي متیس له سعودي شهزاده نه مننه کړې چې په افغانستان کې یې د سولې او بیا پخلاینې په بهیر کې مهمه ونډه لري.

د امریکا د دفاع وزیر لیکلی "ستاسو دغه څرګند موقف او مشرتابه یوازې دا نه چې د تروریزم او افراطیت په ځپلو کې ستاسو د دریځ ښکارندوی دی بلکې زموږ د ولسونو د ستراتیژیکې ملګرتیا قوت هم دی."

دا لیک په سعودي کې د سه شنبې په ورځ (جولاۍ۱۹) د افغانستان د سولې او امنیت په اړه ۳۳ اسلامي هېوادونو د ۱۲۰ دیني عالمانو او مفتیانو د نړیوال کنفرانس تر پیل مخکې استول شوی دی.

دسعودي شهزاده ته د ښاغلي متیس لیک
دسعودي شهزاده ته د ښاغلي متیس لیک

د اسلامي هېوادونو کنفرانس دا دوه ورځنۍ غونډه بللې ده چې سعودي عربستان یې کوربه دی. د افغانستان د سولې عالي شورا هیله مند دی چې د دیني عالمانو دا نړیوال کنفرانس به په افغانستان کې د طالبانو د " جنګ مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي ( وننګوي)".

په غونډه کې د افغانستان څخه هم ۳۹ دیني عالمان برخه لري او د کابل د شاوخوا ۳۰۰۰ دیني عالمانو هغه فتوا یې هم له ځان سره وړې ده چې په افغانستان کې یې د طالبانو جنګ او ځانمرګي بریدونه ناروا بولي او له هغوی څخه غواړي چې سوله وکړي.

طالبانو په یوې اعلامیې کې دا کنفرانس غندلی دی او ویلي دي چې خپل جنګ به روان ساتي.

XS
SM
MD
LG