د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانستان ته نږدې ۵۰۰ پوځي وسایط ورکړي


Afghanistan Shipping the War Home
Afghanistan Shipping the War Home

د افغانستان دفاع وزارت وايي، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په دوام کې تیره اونۍ امریکا سلګونه پوځي وسایط افغان پوځ ته ورکړل.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په یو بیان کې ویلي، د افغانستان د پوځ ځواکونه د هرې ورځې په تیریدو سره په پرمختللو وسلو او پوځي وسایطو باندې لاپسې مجهزه کیږي.

جنرال وزیري ویلي "تیره اونۍ د نورو جګړه‌ییزو تجهیزاتو تر څنګ ۴۹۵ عرادې پوځي زرې‌پوښ د امریکا د متحده ایالاتو له خوا افغان ملي پوځ ته ورکړل شول".

د هغه پر وینا، دا پوځي وسایط د کومانډو، سیلاب ۲۰۱، تندر ۲۰۳، اتل ۲۰۵ او شاهین ۲۰۹ قول اردوګانو باندې ویشل شوي دي.

ښاغلي وزیري ټینګار کړی، د دغه شمیر پوځي وسایطو ترلاسه کول، د ملي اردو ځواکونو د جګړه‌ییز مهارت د لوړیدو لامل کیږي، چې په مټ به یې د دولت وسله‌والو مخالفین وځپل شي.

افغانستان د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز لپاره څلور کلن امنیتي پلان ترتیب کړی، چې له مخې به یې نړیواله ټولنه له دغو ځواکونو سره د روزنې او تجهیز په برخه کې مرسته کوي.

نړیوالې ټولنې په تیره یوه نیمه لسیزه کې افغانستان ته بیلابیل ډوله پوځي تجهیزات لکه، بې‌پیلوټه کشفي الوتکې، جنګې الوتکې، هلیکوپټرې، سپکې او درنې وسلې، زرهي او عادي وسایط، د ماینونو د شنډولو تخنیکي وسایل او نور تجهیزات ورکړي دي.

نړیوالې ټولنې له افغانستان سره ژمنه کړې، چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به، هر کال له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د څه باندې ۴ میلیارد ډالرو مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG