د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د یهودانو پر عبادتځای بریدګر ونیول شو


بریدګر سپن پوستی ۱۹ کلن امریکایی دی
بریدګر سپن پوستی ۱۹ کلن امریکایی دی

د امریکا د کليفورنیا ایالت د سان ډیاګو په ښار کې یو وسله وال د یهودانو په عبادتځاې کې پر خلکو ډزې کړې یوه ښځه یې وژلې او درې نور کسان یې ژوبل کړي دي.

پولیسو برید کونکی نیولی دی. د سن ډیاګو د پولیسو مشر بیل ګوري وویل چې بریدګر یو سپین پوستی امریکايی دی چې جان اېرنسټ نومیږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه برید سخت غندلی دی. پولیس وايي بریدګر له سیمې وتښتېده خو وروسته یې ځان په خپله د سن ډیاګو پولیسو ته وسپاره. دا برید د شنبې په ورځ (اپریل۲۷) وشو.

بریدګر ۱۹ کلن ښودل شوی او پولیس وایي د جرمونه کومه سابقه نلري. خو چارواکي د بریدګر د هغه ادعا په اړه هم پلټنه کوي چې وایي تېره میاشت یې د کلیفورینا په یسکاندېدو کې یو جومات هم سوځولی و.

د کلیفورنیا پوهنتون تائید کړی چې هغه یې محصل و، خو وايي چې د هغه په دغه کار سره خواشېني شوي او زړونه یې مات شوي دي.

دا په تیرو شپږو میاشتو کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د یهوادنو پر ضد تر ټولو خونړۍ برید بلل کیږي، خو شپږ میاشتې مخکې په پېټسبرګ کې په یهودانو باندې په یوې حملې کې ۱۱ تنه وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG