د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې په ډزو کې یو افغان هم وژل شوی دی


په فرانسې کې پولیس د هغه شکمن کس په لټه کې دي چې تیره شپه یې د کرسمس په بازار برید کړی دی.

د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د کرسمس پر بازار برید کې د یوه افغان په ګډون لږترلږه ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

۴۴ کلن احمد کمال نقشبندي له خپلې میرمنې او دریو بچیانو سره بهر وتلی وو چې د تیرې شپې د پیښې ښکار شو، امریکا غږ د نقشبندي له خپلوانو سره خبرې کړي او هغوی دا پيښه تآیید کړې ده.

نقشبندي له ۲۰۰۰ کال راهیسې په فرانسې کې ژوند کاوه. د نقشبندي تر ټولو کوچنی ماشوم یوه دوه کلنه نجلۍ ده.

برید کوونکي په عامو خلکو ډزې کړې دي او په تیښته بریالی شوی دی.

د فرانسې پولیس وايي چې برید کوونکی ۲۹ کلن دی او شریف شکات نومیږي او په فرانسه کې زیږیدلی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې دا کس د استخباراتو د څار په لست کې هم وو.

XS
SM
MD
LG