د لاس رسي وړ اتصالات

د گوانتانامو د زندان نه اته بندیان خوشی شوی دي


د امریکا ددفاع وزارت وایی چی په گوانتانامو کی د امریکا د نظامی زندان نه اووه بندیان خوشی شوی او خپلو ملکونو ته استول شوی دي . پرون په یوه بیانیه کی ویل شوی دي چی درې کسه وروسته له هغه خوشی شول چی محکمې فیصله وکړه چی هغوی دښمن جنگیالي نه دي . یو سوډان بل سعودی عربستان او دریم یې اردن ته ولیږل شو . څلور نور بندیان چی د بیلو بیلو تحقیقاتو نه وروسته یې دوسیې پاکی را ووتلې سعودی عربستان او افغانستان ته ولیږل شول . او اتم بندی چی اصلا د المغرب دی هسپانیې ته واستول شو چی هلته په هغه باندی دا تور لگیدلی و چی د القاعده سره اړیکي لری .

XS
SM
MD
LG