د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د بم په چاودنه کی دوه امریکایی عسکر وژل شوی دي


په افغانستان کی د امریکا اردو وایی چی نن دوه امریکایی عسکر په داسی حال کی ووژل شول او دوه نوریی زخمي شول چی د کندهار په ولایت کی د سړک په غاړه د هغوی موټر ته بم وچاد . اردو وویل چی دا موټر د موټرو په هغه قطار کی روان و چی په سیمه کی د سړک د جوړولو د پروژې د کارکونکو د امنیت ساتلو د پاره لیږل شوی و . یاغی طالبانو په هغه ملک کی د پارلمانی انتخاباتو د رارسیدو نه مخکی په حملو شروع کړې ده . مگر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر عبداله وایی چی یاغیان به د رای گیری مخه ونه نیسی او د ا انتخابات به د خلکو د دلسپۍ او علاقې په وجه کامیاب شی . ښاغلي عبداله دا تبصره نن د آسټرلیا د حکومتی مامورینو سره د خبرو په وخت په کانبیرا کی وکړه .

XS
SM
MD
LG