د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حکومت وایې چي امریکایې قواوو د دوو طالبانو د مړو د سوځولو په ارتباط د پوره تحقیق ډاډ ورکړی دی


امریکا د هغه خبر د خپریدو تحقیقات کوی چی وایی امریکایی عسکرو په افغانستان کی ددوو وژل سوو طالبنو مړي سوځولی دي

د امریکا اردو وایی د هغي آوازې په باب تحقیقات کوی چی وایی په افغانستان کی امریکایی عسکرو د دوو وژل شوو جنگیالي طالبانو مړي سوځلي او بیا یې هغه نورو اسلامی مبارزینو ته هم ښکاره کړی دي چی هغوی وویروی . د آسټرالیا یوې تلویزیوني شبکې پرون یوه ویډیو خپره کړه چی داسی یې ښودل چی امریکایی عسکر د اکتوبر په اوله کندهار ته نژدې د گنبز په کلی کی مړي سوځوی . په ویډیو کی دا هم وښودل سول چی دوه عسکر چی د امریکا د پوځ د سایکالو جیکی عملیاتو د قطعې غړي بلل سوي وو وروسته پیغامونه لولی او طالبانو ته د بې زړه سپیو خطاب کوی چی خپل مړي یې پر میدان لویدیز والو ته پرې ایښی دی چی وسوځول سی . رپوټونه وایی چی دا پیغامونه هغو کلیوالو ته واورول سول چی ویل کیږی د طالبانو جنگیالیو ته یې ځای ورکړی دی . د امریکا د مرکزي قواو قوماندانی وایی چی ددښمن د قواو بې حرمتي او سپکاوی ، د هغوی نه ناوړه استفاده کول او یا ورسره بد سلوک کول د امریکا په پالیسیو او همدا راز د ژینیو په کانونسیون باندی تیری کول دي .

XS
SM
MD
LG