د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او گاونډیو هیوادونو ژمنه کړیده چه اقتصادی همکاری به تقویه کوی


اقغانستان اوگاونډیانو یی نن په کابل کی دوه ورځنی کنفرانس په دی ژمنی پای ته ورساوه چه په سیمه کی به، چه د چین نه نیولی تر ترکیی اود فارس ترخلیج پوری ساحه ده، اقتصادی همکاری تقویه کړی . په یوه گډه اعلامیه کی د ١٢ هیوادونو نمایندگانو ژمنه وکړه چه د برښینا، د مخدره موادو ضد مبارزی او د اوبو د منابعو د تنظیم او بندوبست په شمول مسلو به په خپلو کی همکاری کوی. برتانیه چه اوس داتو صنعتی هیوادونوریاست هم وردغاړی دی ، د سیمه ایزی اقتصادی همکاری د کنفرانس ریاست هم لاره. د برتانیی خارجه وزیر کیم هاولز وویل دکابل اعلامیه هغه شیبه ښیی چه افغانستان په سیمه کی د سولی اوثبات په راوستو کی واقعی رول لوبوی. دغی غونډی د افغانستان سره هم سرحده شپږ گاونډی هیوادونه ، تاجکستان،ازبکستان، ترکمنستان، ایران ، پاکستان او چېن او همدغه راز هند، ترکیه ، د متحده عربی امارات، قزاقستان او قرغزستان ټول په دی کنفرانس کی ېو ځای کړل.

XS
SM
MD
LG