د لاس رسي وړ اتصالات

ملگری ملتونه وایی چی بل کال به په افغانستان کی  زیات کوکنار وکرل شی


د مخدره موادو په چارو کی د ملگرو ملتو یوی ماموری ویلی دی چی په داسی حال کی چی سږ کال په افغانستان کی د مخدره موادو په تولید کی کمئ راغلئ دی ،خو بیا هم دا اندیښنه شته چی بل کال به د کروند گرو د ستونزو او د قاچاقبرانو د فشار دلاسه نو کوکنار هم وکرل شی. په کابل کی د ملگرو ملتو د مخدره موادو او جرمونو ضد مبارزی مشری میرمن ډوریس برگ ویلی دی چی د کر لاندی ځمکو کی د کوکنارو کر کمیدل د مخدره موادو د مخنیوی په لړ کی ستر برئ دی. خو هغی دا هم ویلی دی چی ٢، ۴ فیصده کمئ راتلل د هغه کمی نه ډیر لری دی . چی باید راغلی وایی. او د ا پوښتنه هم موجوده ده ، چی دغه کمئ به هم داسی قایم پاتی شی او که نه . میرمن بدنبرگ ویلی دی چی داسی علامی شته چی بل کال به کروندگر د قاچاقبرو د فشار او د خپلو ضرورتونو دلاسه نور هم کوکنار وکری. هغه وایی چی دا به ډیر وخت ونیسی چی کروندگر د کوکنارو د کر نه نورو فصلونو ته مخه وکړی.

XS
SM
MD
LG