د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان نه ٣٠٠٠ عسکر باسي


د امریکا ددفاع وزیر ډانالډ رمزفیلډ افغانستان ته ددې تضمین ورکړی چی امریکا به ورسره دوامداري مرستي کوی که څه هم چی داسی پلانونه موجود دي چی وایی بله میاشت به په هغه ملک کی د امریکا په عسکرو کی کموالی راشی . ښاغلي رمز فیلډ نن په کابل کی د ښاغلي کرزي سره یو گډ مطبوعاتی کنفرانس ورکړ . هغه خبریالانو ته وویل امریکا دې ته متعهده ده چی پاته یاغی طالبانو او د القاعده جنگیالیو ته به چی تر اوسه لاهم د ښاغلي کرزي حکومت ته ستونزي او مشکلات پېښوی ماتی ورکوی . ښاغلي رمزفیلډ یوڅه مخکی په پاکستان کی وویل چی دئ باور لری چی اسامه بن لادن که ژوندی هم وی د القاعده د عملیاتو قومانده په غاړه نه لری . د امریکا ددفاع وزیر وویل چی د بن لادن ټول کوشش دادی چی پټ وگرځی او څوک یې ونه نیسی . دا په یقین سره ویل کیږی چی د القاعده دغه مشر تر اوسه لاهم د افغانستان او پاکستان په غرنۍ سرحدی سیمه کی پټ دی .

XS
SM
MD
LG