د لاس رسي وړ اتصالات

دوو مشکوکو طالبانو په سپین بولدک کی ځانونه په بمونو الوځولي دي


دوو مشکوکو طالبانو د افغانستان په جنوب کی ځانونه په بمونو الوځولي دي . دا پېښه په پنجشنبې د پاکستان سره سرحد ته نژدې په سپین بولدک کی د یوه مارکیټ اړخ ته شوې ده . افغان مامورین وایی چی نور څوک نه دي ژوبل شوي .

دا چاودني یوه ورځ وروسته له هغه کیږی چی د کنړ په ولایت کی د امریکا د اردو یوه زره پوش ته د سړک په غاړه بم ایښودل شوی و چی په چاودلو سره یې یو عسکر ووژل سو او دوه تنه نور زخمیان شول .

په دې وروستیو میاشتو کی په افغانستان کی د سرتیرو حملې زیاتي شوی دي او په خاصه توگه دا حملې په جنوبی او ختیځو سیمو کی چی د امریکا په مشري ائتلافي قواوي د طالبانو او القاعده په جنگیالیو پسې گرځی ، ډیري کیږی .

XS
SM
MD
LG