د پاکستان یوې محکمې د طالبانو په یوه غټ قوماندان باندی په دې تور چی په ٢٠٠۴ کال کی یې د یوه تندروه پاکستانی ملا د وژلو کوشش کړی و ، په غیاب کی د عمری بند سزا را ایستلې ده . مامورین وایی چی په کوټه کی یوې محکمې پرون د ملا داداله په باب چی ویل کیږی په افغانستان کی کوم ځای پټ دی خپله فیصله اعلان کړه .
هغه په دې ملزم سوی چی امر یې کړی و چی د بلوچستان د ایالت د پارلمان وکیل مولانا محمد خان شیراني دی ووژل سی . ښاغلئ شیراني که څه هم چی د طالبانو د طرفدار ( جمعیت علمای اسلام ائتلاف ) غړی دی مگر د طالبانو په ځینو اعمالو باندی انتقادونه کوی .
دغي محکمې دغه راز په درو افغانانو باندی چی هغوی هم پټ گرځی او په دوو پاکستانیانو باندی چی په دې قضیه کی په لاس درلودلو تورن دي هم د عمری قید سزاگاني را ایستلي دي .