د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د مخدره موادو ضد مبارزی دپاره  نړیوالی مرستی ناکافی بللی دی


د افغانستان د مخدره موادو ضد دولتی قوی مشر جنرال داود ویلی دی چی په تیر کال کی د کوکنارو د کر د مخنیوی او د مخدره موادو د قاچاق د مقابلی دپاره د خارجی مرستو لړئ ډیره سسته وه. خو دا یی هم ویلی دی چی دی اټکل کوی چی دی کال کی به د مخدره موادو ضد مبارزه ډیره بریالئ وی.

نړیوالی ټولنی د سلهاوو میلونو ډالرو ژمنه کړی وه چی افغانستان کی به د اسی پولیس وروزل شی ، چی دمخدره موادو لابراتوارونه به وران کړی، او د کوکنارو فصلونه به تلف کړی. همداراز داسی پروژی هم په نظر کی نیول شوی وی چی د کوکنارو کروند گر به قانونی کروندو ته راجلب کړی.

جنرال محمد داود ویلی دی چی نړئ باید د افغان کروندگرو دپاره داسی متبادلی وسیلی پیدا کړی ، چی هغی سره دوی د کوکنارو دکر نه منعه شی. هغه ویلی دی چی مرستندویه ملکونو تر اوسه خپلی ټولی مالی ژمنی نه دی پوره کړی.

جنرال داود ویلی دی چی دی میاشت کی د افغانستان شمالی برخو ته دیارلس سوه پولیس په دی نیت لیږل شویدی چی هلته د کوکنارو ضد روان د حکومت کمپاین کی مرسته وکړی.

هغه وویل چی ٢٠٠٦ میلادی کال کی به د دوی خاصه قوه ټول د مخدره موادو قاچاقبر ونیسی او په تیر ه هغه کسان چی حکومت هم ورسره لاس لری.

XS
SM
MD
LG