د لاس رسي وړ اتصالات

یوه سرتیري د روزگان په ولایت کی د بم په چاودنه کی لس کسه وژلی دي


افغان مامورین وایی چی یوه سرتیري د روزگان په ولایت کی د بم په چاودنه کی لږ تر لږه لس کسه وژلی دي .

بم چونکي چی بم یې تر ملا تړلی و په تیرین کوټ کی د والی ددفتر مخی ته په داسی حال کی هغه وچاود چی د امریکا سفیر هم هلته و . مگر سفیر رانالډ نیومن او نورو امریکایی مامورینو ته څه تاوان نه دی رسیدلی .

د چاودني نه لږ وروسته محلی خبری آژانسونو وویل چی د طالبانو یوه نطاق په تلیفون کی ویلی دی چی دا حمله دوی کړې ده .

ددې هفتې په سر کی یوه سرتیري د افغانستان په جنوب کی د موټر بم په چاودنه کی یو امریکایی عسکر او دوه کسه نور هم زخمی کړي وو .

ددې هفتې حملې د مشکوکو یاغی طالبانو د ملاتړ کونکو له خوا وروستۍ حملې دي چی د افغانستان په جنوبی او مرکزی سیمو کی کیږی او تیر کال په دې حملو کی څه د پاسه ١٥٠٠ کسه ووژل سول . په دې حملو کی د سرتیرو بم چونکو شمیر زیات سوی دی .

XS
SM
MD
LG