د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په جنوب لویدیزی صوبی بلوچستان کی د ملگرو ملتونو دفترونه د امنیتی دلایلو له کبله په موقتی توگه تړل شویدی


د پاکستان په جنوب لویدیزی صوبی بلوچستان کی د ملگرو ملتونو دفترونه د امنیتی دلایلو له کبله په موقتی توگه تړل شویدی.

د ملگرو ملتو یو مامور ویلی دی چی دوی دا فیصله پس له هغی وکړه چی کله ورته په تیلی فون کې داسی گواښ وشو چی د القایده ډله به په کوټه کی د ملگرو ملتونو په دفترونو ‏حملی وکړی.

دغه مامور وایی چی دا تهدیدي تیلی فون د دوشنبی په ورځ ورته شوی وو. په همدی ورځ د افغانستان او پاکستان په پوله د سپین بولدک په سرحدی سیمه کی یو سرتیری خپل موټر سیکل په گڼو خلکو ور وستی و او شل تنه یی وژلی وو.

د ملگرو ملتو لخوا خپره شوی خبرتیا وایی چی په بلو چستان کی به د دوی دفترونه دوه ورځی تړلی وو. او د هغی نه پس به حالاتو ته په کتو سره فیصله کوی چی ایا کارونه شروع کړی که نه ؟

XS
SM
MD
LG