افغان چارواکی وائې، طالب ټوپک والاؤ هغه پنځه تنه افغانان برمته کړی ؤ چې دامریکا دېوې امنیتی کمپنی لپاره ئې کارکاوه . خوپولیسانو هغوی له برمته کیدلو نه لږوروسته بیرته وژغورل . پولیس او په برمته شوو کسانو کې یوتن وائې، داپنځه تنه نن دیکشنبی په ورځ سهار دوخته دهیلمند په ولایت کې هغه وخت برمته شول چې دپیټرولو اخیستلو لپاره په یوه سټیشن کې ودریدل . برمته شوی کسان وائې، برمته کونکو وروسته له هغه نه چې له پولیسو سره ئې دلنډی شیبی لپاره ټک او ټوک وکړ ،دوی ئې پرځای پریښودل او پخپله وتښتیدل . پولیسو دټوپک والاو دنیولو په خاطر خپلو کوښښونوته دوام ورکړیدی .
داپیښه وروسته له هغه نه کیږی چې دطالبانو ملاتړو په جنوبی او ختیځ افغانستان کې دسرتیربریدونو اوبم چوونو ته زور ورکړیدی . تیرکال په دغه راز بریدونو کې له ( ١٥٠٠ ) نه زیات کسان ووژل شول . له هغه وخت نه راهیسی چې دامریکا په مشری قواو طالبان دیو دپاسه په دوه زرم کال کې له قدرت نه وغورځول ،تراوسه پوری داډیر درانه تلفات گڼل کیږی .