د لاس رسي وړ اتصالات

دکندهار په ښار کې دبم یوه چاودنه شویده


پرون دافغانستان په جنوبی ښار کندهارکې دسړک دغاړی یوبم چاودلی مگر پولیس وائې چې په هغې کې نه څوک ژوبل شوی او نه ئې څه زیان رسولی دی .

مقامات وائې، دغې چاودنی یوه موټرته تاوان رسولی مگر څوک ئې زخمی کړی ندی .

داحمله په کندهارکې دبمونو دچاودنو دلړۍ نوی پیښه ده . ددی پیښی نه یوه اونۍ دمخه په نژدی سرحدی ښارسپین بولدک کې یوه سرتیری حمله وکړه. لږترلږه ٢١ کسه پکې هغه وخت ووژل شول او شل زخمی شول چې یوه حمله کوونکی خپل موټر سائکل په یوه ډله هغو خلکو وروست چې دپلوانۍ دلوبی ننداره ئې کوله .

جمهوررئیس حامد کرزی ویلی دی چې که چیری غربی هیوادونه په افغانستان کې دتروریزم په ضد جگړه ونه کړی نودی ته به اړشی چسې پخپلو پائتختونوکې ورسره مقابله وکړی .

XS
SM
MD
LG