د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس کرزی وائې، خارجی مرستی دی دده حکومت ته ورکړل شی


د افغانستان جمهوررئېس حامد کرزی غواړي چې نړېوال بسپنه وروکوونکي هېوادونه خپلی مالي مرستې دده په هېواد کې غېر حکومتی موسسو ته ورنکړي ځکه چې د مرستو نشتوالی او کموالی د بېارغونې کارونو ته تاوان رسوي.

د افغانستان جمهوررئېس حامد کرزي د لندن فاېننشېل ټاېمز ورځپاڼی ته د شنبې په ورځ ووېل کله چې دی د سه شنبی په ورځ د لندن د بسپنې په کنفرانس کې د نړۍ دهېوادونو استازو ته خبرې وکړې نو دی به د نورو څلورو ملېاردو ډالرو مرسته ددې لپاره وغواړي چې د بېارغونې کارونه پر مختگ وکړي. ښاغلی کرزي ووېل د افغانستان خلک ېو قوي حکومت او ملکی خدمتونه غواړي او داهدف هغه وخت ترسره کېدلی سي چې بسپنه ورکوونکي هېوادونه مستقېما خپلې مرستې حکومت ته ورکړي.

د افغانستان د حکومت ولسمشر په خپله مرکه کې داخبره ومنله چې افغانستان له ېوشمېر ستونزو سره لاس په گرېوان دی او په دې جمله کې د مخدره موادو قاچاق او اداری فساد هم شامل دی. ښاغلی کرزي د ېاغېانو د مرگ ژوبلې په باب هم په خپله مرکه کې ووېل چې د بغاوت دده د ملک لپاره د وبا حېثېت لری او دېاغېانو اعمال د ناامېدی څرگندونه کوی.

XS
SM
MD
LG