د لاس رسي وړ اتصالات

ښاغلی بوش دفلسطین دانتخاباتو په باره کې دامریکا دیوی تلویزنی شبکی سره مرکه کړیده


دامرېکا جمهوررئېس جورج بش د CBSتلوېزېوني شبکې ته د جمعې په ورځ ووېل که چېرې د انتخاباتو گټونکې ډله حماس خپلی پوځي ځانگې ړنگې نکړي او داسراېېلو په مقابل کې له مرگ ژوبلې نه لاس وانخلي، نو دوی به په راتلونکي حکومت باندې خپلې مرستې بندې کړي.

ښاغلی بش ووېل دمرستو هغه برخه چې د فلسطېنېانو لپاره ټاکل سوېده د کار بهېر به ېې پرمخ ولاړنسی. هغه ووېل دا داسی فېصله ده چې پکارده فلسېطېنېان ېې پخپله وکړي. خو هغه ووېل چې امرېکا به داسی حکومت ته مرستې ورنکړي چې ېو انډېوال او دوست هېواد ته ېې گواښ کوي.

دامرېکا حکومت د حماس گوند ته چې انتخابات ېې گټلي دي او په پارلېمان کې ېې د پنجنشبی په ورځ اکثرېت گټلی دی، د ېوې ترهگرې ډلې په نظر گوري. دامرېکا چارواکي وایي دامرېکا حکومت د فلسطېن د پرمختگ ا و نورو اړتېاو لپاره ١٥٠ ملېونه ډالره مرسته ورکوي او پاتې ٨۴ ملېونه ډالره دملگرو ملتونو له خوانه ورته وېشل کېږي.

XS
SM
MD
LG