د افغانستان د جنوبی برخو په دښتو کی افغانی او امریکایی قواو په گډه د طالبانو سره شدیدی نښتی وکړی.
محلی پولیس وایی دا نښته هغه وخت پیښه شوه چی طالبانو د هلمند په ولایت کی د پولیسو د موټر پر یوه کتار باندی حمله وکړه .
افغان مامورین وایی پدی نښته کی د څو تنو یاغیانو تر څنگ دوه افغان پولیسان هم وژل شوی دی .
دامریکاد پوځی قواو نطاق وایی امرکیایی الوتکی د نښتی پر سیمی پروازونه کوی او رپوټ یی ورکړ چی پدی نښته کی امرکیایی عسکر ژوبل او یا وژل شوی ندی .
هغه دا هم وویل چی دا حملی او نښتی دوامداری دی.