دروغتیا نړیوال سازما ن تائید کړیده چې په اندونیزیا کې دوه تنه نور دمرغانو په مرض مړه شویدی .پدی سره په دغه ملک کې دمړوشمیر چې پدی مرض مړه شویدی ، اتلسو کسو ته رسیدلی دی .
محلی معاینو ښودلی چې دوه ښځی تیره هفته د ( H5N1 ) مکروب نه مړې شوی وی او دهانگ کانگ یولابراتوار نن دغه رپوټ تائید کړ.
هغه معاینی چې پدی وروستیو وختو کې شویدی،ښئ، په ایټالې،یونان اوبلغاریه کې په وحشی قوگانو کې د ( H5N1 ) مکروب پیدا شویدی . په رومانیه کې مامورینو رپوټ ورکړیدی چې ددانوب په دلتاکې نوی پیښی شویدی چې دمرغانودمرض شک پری راځی .
دایټالی دبیطاری دچارو مامورینو نن عاجله غونډه وکړه او په یونان کې ماهران په شمالی ښار تیسالونیکی کې دچرگانو هغه فارمونه معاینه کوی چې دچرگانودمرض مکروب پکې پیدا شویدی .
ددوه زره دریم کال نه راپدی خوا په درسته نړۍ کې ددغې ناروغې نه نوی تنه مړه شویدی . ماهران وائې، مهاجر مرغان دغه مکروب خپروی.