د لاس رسي وړ اتصالات

دبلوچستان په صوبه کې دبم یوه چاودنه شویده


پاکستانی مامورین وائې چې یوه بم دبلوچستان په صوبه کې یو اورگاډۍ له پټلۍ نه ایستلی دی .

دچا دژوبلیدو خبرندی ورکړشوی. دا حمله نن دصوبائی مرکز کوټی جنوب شرق پلوته شویده.

امنیه قوی پخواتردی چې اورگاډی له پټلۍ څخه ووځی له حمله کونکی سره ډزی وکړی.

دمخه تردی مامورینو وویل چې بمونو دبلوچستان په بل ځای کې دگازه دوه پائپ لائنونه خراب کړی او لږترلږه دبریښنا دتولید دری لویو مرکزونوته دگاز رسیدل قطع شویدی .

دپاکستان دملتان دښار غرب پلو دشاه ولی ښارگوټی ته څیرمه دچاودنونه وروسته اورونه ولگیدل . پدی حمله کې دچاژوبلیدو خبرندی ورکړشوی .

بلوچستان دسیمی دقبائلی خلک په بغاوت کې لتاړدی چې ډیره خودمختاری او دتیلو او طبعی گاز له عائداتونه ډیره ونډه غواړی .

XS
SM
MD
LG