د لاس رسي وړ اتصالات

د پلچرخي د زندان نه ١٧ تنه زخمي بندیان خوشي شوي


افغان مقامات وايي چې د پلچرخي په زندان کې د مؤقتي آرامتیا نه وروسته بیا نا آرامي پیدا شوېده. دوی وایي دا نا رامي نن د حکومتي مقاماتو او بندیانو تر منځ د خبرو اترو د ناکامېدو نه پس شروع شوه.

پولیس وایي چې د زندان نه د ډزو غږونه پورته شول، خو د مرگ ژوبلې په باب معلومات نشته دي.

د افغانستان حکومتي مقامات وایي چې بلوا کونکو بندیانو مخکې اوه لس تنه زخمي بندیان او څلور مړي د څو ورځنۍ بلوا نه وروسته پولیسو ته ورکړیدي.

حکومتي مامورینو نن وویل چې بلوا کونکو زخمي بندیان د پرونیو خبرو اترو په نتیجه کې خوشي کړل. مقامات وايي چې د پرونیو موافقو پر بنا ا ١٣٠٠ بندیان به د پلچرخي نه بل زندان ته انتقال کړي. نن بندیانو ته ډوډۍ هم ورلېږل شوېده.

د پلچرخي په زندان کې نا آرامي د شنبې په ورځ بندیانو ته د یونیفورمونو په ورکولو پیل شوه ترڅو هغوی په ملکي جامو کې تېرې میاشتې غوندې چې اوه تنه طالب بندیان وتښتېدل د محبس نه ونه وزي.

پولیسو وویل چې چې بلوا کونکو اول ښځې او ماشومان یرغمل کړل، خو وروسته یې خوشي کړل. بندیان غواړي چې پر دوسیو یې بیا غور وشي او یونېفورمونه دې نه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG