د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان جمهور رئیس د تیرورېزم سره د جنگ په برخه کې د پاکستان د ونډې دفاع کړې


د پاکستان جمهور رئیس مشرف د امریکا یوې تلوېزیوني شبکې ته پرون وویل چې د پاکستان ارد و نه یوازې دتېرورست ا سا مه بن لدن په لټه کې ده، بلکه د القاعدې او طالبانو پر مقابل کې لوی جنگ پر مخ بیایي. هغه وویل چې د پاکستان اتیا زره عسکر پدې جنگ کې برخه لري.

ښاغلي مشرف دغه خبرې د هغه انتقاد په ځواب کې کولې چې گواکي پاکستان د تېرورېزم سره په جگړه کې کافي څه ندي کړي. مشرف دا خبرې پداسې وخت کې وکړې چې د امریکا جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش په روانه هفته کې پاکستان او هند ته سفر کوي.

پاکستان ویلي چې امنیتي قواوو یې تازه استخباراتي معلومات پیدا کړې او د هغو پر اسا س په قبایلي علاقه کې په هغو څلوېښتو تنو پسې گرزي چې د طالبانو او القاعدې دغړو گمان پرې راځي

خو د پاکستان د خارجه وزارت نطاقه تسنیم اسلم وایي چې اسامه بن لدن پدې جمله کې نشته دئ.ډېر خلک گمان کوي چې بن لدن د پاکستان او افغانستان په جگو سرحدي غرونو کې چېرې پټ دئ.

XS
SM
MD
LG