افغان مامورین وایی د هلمند په ولایت کی په نویو شخړو کی یو د پولیسو صاحب منصب او دوه مشکوک یاغی طالبان وژل شوی د ی.
مامورین وایی پدی حمله کی چی د سهار په خړه د دیشو د علاقی د پولیسو پر یوه ماموریت باندی وشوه لږ تر لږه دری نور پولیسان او څو تنه تندوران زخمی شوی هم د ی.
ددی اونی په سر کی په جلا پیښه کی د ننگرهار په شرقی ولایت کی هم چی د پاکستان سره گډ سرحد لری دوه تنه طالبان ووژل شول. یاغی طالبانو پدی وروستیو وختونو کی د حکومت په خلاف خپلو حملو ته زور ورکړی دی.
د طالبانو حکومت ، په یو دپاسه دوه زرم کال کی د امریکا په مشری د اییتلافی قواو په لاس وروسته له هغه را وپرځول شو چی نه یی غوښتل په هغه هیواد کی د القاعده د تررستی شبکی مشر اسامه بن لادن چی د یو دپاسه دوه زرم کال د سپتمبر د یولسمی نیټی د حملی طراح و، امریکا ته ور تسلیم کی.