د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان ادعا کوي چې اته تنه یې تښتولي دي


طالبانو د اتو تنو دتښتولو مسؤلیت په غاړه اخیستئ .

یو سړئ چې ځان قاري محمد یوسف معرفي کوي او وایي چې د طالبانو نطاق دئ ادعا کوي چې طالبانو څلور البانیایان او د هغوی څلورتنه افغان همکاران پرون تښتولي دي.

هغه وویل چې د طالبانو مشر ملا محمد عمربه چې چېرې پټ دئ ددغو خلکو په برخه کې فیصله وکړي.

دغو سړیو د محیط د پاک ساتنې د یوې کمپنۍ سره کار کاوه چې د امریکا پر مخکښۍ قواوو استخدام کړېده.

دغه سړي په کندهار کې نیول شویدی. د کندهار والي حاجي اسدالله خالد ویلي چې پدې برخه کې تحقیق روان دئ. خالد ندي ویلي چې چا دغه سړي چا تښتولي دي.

XS
SM
MD
LG