د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د ‏خطر په باره کي ملگرو ملتونو د استازي وینا


د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو استازی وایي د افغانستان لپاره تر ټولو مهم خطر د طالبانو د حرکت بیا راپورته کېدل دي.

ټام کونیگز د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته د سې شنبې په ورځ وویل د افغانستان لپاره تر ټولو لوی چلنچ دا دی چي طالبان پرې نه ږدي چي بیا ځانونه سره منظم کړي او په ټول هیواد کي امنیت خراب کړي. ښاغلي کونیگز پدې اعتراف وکړ چي د طالبانو د زور او قوت په باب اطلاعات محدود دي. مگر هغه وویل تر اوسه پوري د طالبانو ټول مشران ندي نیول شوي او د افغانستان او پاکستان د سرحدونو په اږدو کي پراته خلک چیري چي طالبان پټ شوي دي لا تر اوسه له طالبانو څخه بېریږي.

د امریکا په قیادت ایتلافي قواو طالبان په کال ٢٠٠١ کي له قدرت نه وغورځول. متحده ایالاتو افغانستان وروسته له هغه اشغال کړ چي د طالبانو محافظه کاره رژیم په متحده ایالاتو کي د سپټبمر د میاشتي د یوولسمي نېټې د تروریستي حملو څخه وروسته امریکا ته د اسامه بن لادن له تسلیمولو څخه ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG