د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډایي عسکرو د افغانستان په جنوب کي ېو سړی وویشت او و یې واژه


د کاناډا پوځ وایي کاناډایي عسکرو د افغانستان په جنوب کي هغه سړی وویشت او و یې واژه چي خپل موټر یې د دوی گزمي ته ډېر نژدې ور وست.

د کاناډا د اردو یوې نطاقي، تورن جولي رابرگ، نن د چهارشنبې په ورځ وویل دا پېښه د سې شنبې په ورځ ناوخته د کندهار په ښار کي وشوه. دا موټروان وروسته د کندهار په یوه روغتون کي مړ شو.

مېرمن رابرگ وویل ددې پېښي په اړه تحقیق روان دي. هغې وویل موټروانانو ته خبرداری ورکړه شوی دی چي د کاناډایي کتارونو څخه لیري ښوري ځکه د انتحاري حملو خطر لا موجود دی.

د کاناډا صدراعظم، سټیفین هارپر، د یکشنبې په ورځ د کاناډایي عسکرو د ملاتړ په غرض ناببره کندهار ته سفر وکړ. کاناډا همدا اوس په افغانستان کي ٢٣ سوه عسکر لري. د کال ٢٠٠٢ راپدې خوا، تر اوسه پوري لس کاناډایي عسکر او یو دیپلومات په افغانستان کي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG